۲۸ افغانان د پاکستان له بند خونو ازاد شول

sadam_morr
-
د پاکستان هېواد له بند خونو ۲۸ افغانان ازاد او د تلې په ۱۶ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله له ۴۰ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان وو، چې له ازادېدو وروسته د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو تر لاسه کولو لپاره د مهاجرت نړیوال سازمان ته و وپېژندل شول.
د یادونې ده، چې په دغو کسانو کې ۸ تنه له ۱۸ کلونو کم عمره وو او د HARO موسسې ته معرفي شول.