ميدان وردګو کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د ميدان وردګو ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۵۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي اوغېر خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۱۱مه هرې کورنۍ ته د خوراکي او غېر خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.