پروان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د همغږۍ ناسته وشوه
د کډوالو، راستنو شویو او بې ځايه شويو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري د جوړو شويو ښوونځيو د سپارلو د همغږۍ ناسته د تلې پر لسمه د پروان ولایت د والي مولوي قدرت الله عبدالعلي امیني په مشرۍ او د اړوندو دولتي ادارو او موسسو د استازو شتون کې وشوه.
په دې ناسته کې د سرپنا د نشتوالي پر ستونزو، د خوراکي توکو، جامو، د مهاجرینو په ښارګوټي کې د زیربناوو د جوړولو او په لوړه کچه د راستنېدنې ځایونو او د کارموندنې او کسب په اړه خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو هر یو په خپل وار سره خبرې وکړې او د همکارۍ ژمنه یې وکړه.