پکتیکا کې ۲۵ کورنیو سره نغدې مرسته وشوه
د تلې په ۷ مه نېټه پکتیکا ولایت کې ۲۵ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ د مهاجرینو ریاست له لوري د دې ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ او مرکز ښرنه کې له وړاندې پېژندل شوې وې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته ۱۷ زره ۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې.