پکتیا کې ۱۸ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

په پکتیا ولایت کې د تلې پر درېیمه له ۱۸ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۷زره او ۷۵۰ افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.