په سرپل کې د ولایتي بیا مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه.

sadam_morr
-

د تلې په ۳ مه نېټه سرپل ولایت کې د والي دفتر رییس په مشرۍ د ولایتي ادارو او موسسو استازو په ګډون د ولایتي بیا مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه.

د والي دفتر رییس په خپلو خبرو کې ګاونډیو هېوادونو ته د مهاجرینو تګ عامل په تېرو دوو لسیزو کې د امنیت نشتوالی، فقر او بې کاري یاده کړه او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې امنیت ټینګ شوی او هیله من دی چې له دې وروسته به هیڅ افغان خپل هېواد نه پرېږدي.

نوموړي د اسلام له نظره له مهاجرینو سره په مرسته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: هر هېوادوال دیني، وجداني او هېوادنۍ مسوولیت لري، چې د اړمنو، مهاجرینو لاسنیوی وکړي.

په ناسته کې ګډونوالو د مهاجرینو په ستونزو او مشکلاتو خپل نظرونه شریک کړل او مرسته کوونکو بنسټونو له اړمنو او مهاجرینو سره خپلې مرستو کولو خبر ورکړ.