فراه کې له ۲۶ کورنیو سره مرسته وشوه

په فراه ولایت کې د وږي پر اته ویشتمه له ګاونډیو هېوادونو څخه پر ۲۶ راستنو شویو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا له ٢٢ کورنيو سره د ٤٨ زره او پر څلورو کورنيو د ٢٤زره او ٢٥٠ افغانيو په ارزښت وه، چې د دغه ولایت د د مهاجرینو چارو آمریت په څارنه ووېشل شوه.