سرپل کې ۱۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

 په سرپل ولایت کې د وږي پر اته ویشتمه له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰ راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته  وشوه.

دغه کورنۍ مخکې د هغه ولايت د مهاجرينو چارو آمریت له خوا پيژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د کورنیو هرغړي ته دوه دوه زره افغانۍ د ولايتي کميټې او مهاجرينو رياست په څارنه ورکړل شوې.