لغمان کې له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
د وږي په ۲۶ مه نېټه لغمان ولایت کې له ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې بېرته راستنې شوې او اړمنې وې، له وړاندې د مهاجرینو ریاست له لوري پېژندل شوې وې.
دغه مرستې د ژغورنې نړیوالې کمېټې له لوري په دوو برخو کې ۱۵ زره افغانۍ او ۷ زره افغانۍ وې، چې د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.