د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال فاریاب کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو بهیر وکاته

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۵۳
-
د مهاجرینو او راستتنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په قیصار ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو بهیر وکاته.
دا مرکز د بې ځايه شويو او راستنېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه جوړ شوی، چې په بېلابېلو برخو کې ٢٩ خونې لري او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ٤٦٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت په شپږو میاشتو کې جوړېږي.
د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د دغه روغتیايي مرکز د کار په بشپړېدو به د قیصار ولسوالۍ د خلکو ستونزې هوارې شي. نوموړي د دغه مرکز پر معیاري کار ټینګار وکړ او مسولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته