په ننګرهار کې له زرو زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په ننګرهار ولایت کې له یو زرو ۸۰۰ کورنیو سره د وږي په ۱۹ مه د روغتیايي کڅوړو مرسته وشوه.

دغه بېرته راستنې شوې کورنۍ وې چې له وړاندې د جلال اباد ښار په ناحیو کې د مهاجرینو ریاست له لوري سروې شوې وې.

یادې مرستې چې په یوه کڅوړه کې ۷ قلمه روغتيايي توکي وو، د ODESC موسسې له لوري د مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې ووېشل شوې.