د وزارت مسلکي مرستیال دکندز له مرستيال والي سره وکتل
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د کندز ولایت له مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب سره وکتل.
په دې کتنه کې د بې ځایه شویو، راستنېدونکو پر ستونزو، په دغه ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي او د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.
د کندز مرستیال والي وویل: موږ تل د خلکو په خدمت کې یو او هڅه کوو، چې راستنېدونکو مهاجرینو ته د موسسو له لارې د کار زمینه برابره کړو او د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکو د ستونزې د حل په برخه کې به له وزارت سره همکاري وکړو.