سرپل کې ۲۰۰ کورنیو ته مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې د وږي پر څوارلسمه له ۲۴۶ بې ځایه شویو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري د صياد ولسوالۍ په اهو، جګ غور، تربلاق او ترکچين په کليو کې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته ۷ زره او ۹۷۰ افغانۍ د اکټیډ موسسې له لوري د مرستې په توګه ووېشل شوې.