میدانو وردګو کې ۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه
په میدان وردګو ولایت کې د وږي پر دیارلسمه د طبیعي پېښو له امله ۱۴ زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري په درې برخو کې ۳۴ زره، ۳۳ زره او ۳ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ووېشل شوه.