سرپل کې ۹۵ کورنیو سره مرسته وشوه

په سرپل ولایت کې د زمري پر دیارلسمه له ۹۵ بېځایه شویو او مستحقو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له لوري د صیاد ولسوالۍ په جګ غور، یمچي او القاني قشلاق ولسوالۍ کې پېژندل شوې وې او هرې کورنۍ سره د اکټیډ موسسې له لوري د ۷ زره او ۹۷۰ افغانیو په ارزښت مرسته وشوه چې د مهاجرینو چارو آمریت په څارنه ورکړل شوه.