په لغمان کې د بیا مېشتېدنې کمېټې ۱۳ مه ناسته وشوه

sadam_morr
-

 

په لغمان کې د دې ولایت والي په مشرۍ د بیا مېشتېدنې کمېټې ۱۳ مه ناسته د وږې میاشتې په ۱۲ مه نېټه وشوه.

د لغمان والي شیخ شیر احمد حقاني د مسوولینو او د مرستو رسوونکو بنسنټونو له استازو غوښتنه وکړه، چې له راستنو شویو کورینو ته مرستو ته دوام ورکړي.

په دې ناسته کې د یاد ولایت د مهاجرینو رییس مولوي غلام الرحمن بلال حقاني د راستنو شویو کورنیو ستونزې او غوښتنې د ناستې له ګډون والو سره شریکې کړې.

بل لورته کورنیو او نړیوالو بنسټونو استازو د خپلو برنامو او فعالیتونو په اړه له ناستې سره معلومات شریک کړل او په یادو برخو کې یې د همکارۍ ژمنې وکړې.