بلخ کې لسګونو کورنيو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-

په بلخ ولایت کې  د وږي پر شپږمه له ۸۳ راستنېدونکو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

دا کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرينو چارو رياست سره په همغږۍ پېژندل شوې وې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه هرې کورنۍ سره د ۴۰ زره افغانیو په ارزښت مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته د بلخ د مهاجرینو ریاست په څارنه ورکړل شوه.