ننګرهار کې نږدې سلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
په ننګرهار ولایت کې د وږي پر پنځمه له ۹۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ وې، چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري په دوو برخو کې ۲۱ زره ۵۰۰ او ۱۷ زره ۵۰۰ افغانۍ مرسته ورسره وشوه او د ننګرهار د مهاجرینو چارو ادارې په څارنه ورته ووېشل شوه.