فراه کې بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۰۷ بېځايه شوو کورنيوسره دغېرې خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۵مه هرې کورنۍ ته دغېرې خوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.