کابل کې له ۱۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr

د سنبلې په درېیمه نېټه کابل کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنو شویو ۱۳۹ کورنیو باندې نغدي مرسته وویشل شوه.

یادې کورنۍ چې د کابل مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري پیژندل شوې وې، د کابل د مهاجرینو کمیټې له کړنلارې سره سم د کورنیو په هر غړي ۲ زره افغانۍ وویشل شوې.