غزني کې لسګونو راستنیدونکو ته د پوهاوي پروګرام جوړ شو

د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د مدني اسنادو د ګټو په اړه د پوهاوي پروګرام د بشري مرستو د همغږۍ موسسې په همکارۍ په دغه ولایت کې ۵۳ راستنو شویو ته جوړ شو.
دا پروګرام د دغه ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ کې ترسره شو او د حقوقي مسايلو او د تذکرې او نورو ورته مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه ورته لازم معلومات وړاندې شول.