میدان وردګو کې له ۳۴ کورنیو سره مرسته وشوه

په میدان وردګو ولایت کې د زمري میاشتې دیرشمه پر ۳۴ هغو کورنیو چې اړمن، کونډې، یتیمان، ناروغان اومعلولین پکې وو نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو آمریت له خوا په نرخ ولسوالۍ کې اړمنې پيژندل شوې وې او د ډنمارک د مهاجرت شورا له لوري په دوو برخو کې ۲۱ زره او ۱۵ زره افغانۍ د مهاجرینو چارو آمریت په څارنه ورکړل شوې.