ریاست امور مهاجرین ولایت کنر 320 فامیل بیجا شده را کمک نمود

sadam_morr

د (WFP، AMI) موسسو له لورې د کنړ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۲۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرې نغدي مرسته وشوه.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۶مه د (AMI) موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي او دخوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې هرې کورنۍ ته دخوراکي موادو مرسته ووېشل شوه.