بلخ کې ۲۴ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه
په بلخ ولایت کې د زمري پر درویشتمه له پاکستان څخه له ۲۴ جبري راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ۴۸زره او ۵۴۰ افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د هغه ولايت د مهاجرينو رياست له خوا تر پېژندلو وروسته ترلاسه شوه.