پکتیکا کې سلګونو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
 
په پکتیکا ولایت کې د زمري پر شلمه له ۴۲۶ کورنیو سره د سرپنا جوړولو په موخه نغدي مرسته وشوه.
دا مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري ۲۰۰ یو زر او اتیا افغانۍ وه، چې هرې کورنۍ ته د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د مهاجرینو چارو ادارې تر پېژندلو وروسته ورکړل شوه.