مطبوعاتي اعلامیه
په دې وروستیو کې په ایران هېواد کې له افغانانو سره د ناوړه چلند راپورونه ترلاسه کېږي او ډېرۍ بوږنونکي انځورونه هم په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې مونږ یې ډیر اندیښمن کړي یو.
د مهاجرینو او راستنېدونکو وزارت د ایران هیواد د تیر ۴۰ کلن کوربتوب له قدردانۍ سره له دغه هېواده هیله لري، چې د مهاجرینو په هکله د تیر په څېر له صبر او زغم څخه کار واخلي، د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي وکړي او له هغوی سره زور زیاتی پای ته ورسوي.
د مهاجرینو جبري ویستل د ټولو اسلامي، نړیوالو او د ګاونډيتوب له اصولو خلاف کړنه ده، په دې هکله باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په همغږۍ تشویقي برنامې جوړې او یاد هدف ترلاسه شي.
په ورته مهال له خپلو افغانانو وروڼو غواړو، چې نور په خپله خوښه او باعزته توګه خپل هیواد ته راستانه شي او که په دغه هېواد کې ژوند کوي، نو باید د کوربه هیواد ټول قوانین په پام کې ولري او درناوی ورته وکړي.
لکه څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، له دوی هم غواړو، چې هغه موارد له منځه یوسي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي او یا ځینو جهتونو ته د ناسمو تبلیغاتو زمینه برابروي.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت