د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي د مهاجرینو چارو له سرپرست سره ولیدل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ښاغلي اندریکا راتواته او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییس ښاغلي عرفات جمال د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د ده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دې ناسته کې خپلو سیمو ته د داخلي بېځايه شوو پر لېږد، د راستنو شویو مهاجرینو پر ستونزو او دوی ته پر ښې رسېدنې خبرې وشوې.
دغه راز دواړو لوریو د کارونو د لا ښه والي په موخه پر ګډې همغږۍ او تفاهم ټینګار وکړ.