د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې عمومي رییس د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له عمومي رییس مفتي شهزاد نور راشد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ملکي خدمتونو ادارې د کارکوونکو د اداري او کاري پروسو د ظرفيتونو لوړولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ګومارنې د اسانتياوو او د ملکي خدمتونو د کميسيون د تخنيکي او تقنیني اسنادو په اړه خبرې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزیر، ښاغلي راشد ته ښه راغلاست ووایه، د دغې ادارې کړنې یې د ستاینې او ډاډ وړ وبللې او زیاته یې کړه: زموږ ولس په خپلو کارونو کې اسانتیا او روڼتیا ته زیاته هیله لري او د ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ظرفیت لوړونې ته لا ډېره پاملرنه پکار ده.
ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې د مهاجرینو او کډوالو مسلکي کادرونو ته اشاره وکړه او د دغه کمیسیون د پاملرنې غوښتنه یې څرګنده کړه، چې د ملکي خدمتونو ادارو کې د ګومارنې لومړیتوب ورکړل شي.