بلخ کې لسګونو مهاجرینو ته د شرعي حقونو د پوهاوي اوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.
هغه اوه ورځنی روزنیز ورکشاپ چې د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د دغه ولایت د څلویښتو مهاجرینو لپاره د ټولنې د پیاوړتیا موسسې له لوري جوړ شوی و، د زمري پر دیارلسمه پای ته ورسید.
په دې ورکشاپ کې د یو اونۍ په بهیر کې د ټولنې د پېاوړتیا موسسې ادارې استادانو د شرعي احکامو د پوهې؛ لکه د میراث، د والدینو حقونو، نکاح خط، ضمانت او د نورو اړوندو مسایلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته یو یو ستاینلیک هم ووېشل شو.