د مهاجرینو چارو وزیر د قومي مشر حاجي کپتان په جنازه کې ګډون وکړ

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۸:۸
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د خوست ولایت د زدرانو قومي مشر حاجي کپتان مړینه یوه لویه ضایع وبلله او د جنت الفردوس دعا یې ورته وکړه
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې وویل، د جنازې لمانځه ته راغونډېدل زمونږ د اتفاق او یووالي ښکارندویي کوي، او له دې څخه په الهام باید د ژوند په ټولو چارو کې متفق او متحد اووسو
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې خپلې ټولې شخړې دې د افغاني دود او دستور له مخې د علماو او سپین ږیرو په منځګړتوب د خبرو اترو او یا هم د شرعي محکمې له لارې حل کړي او په شخصي توګه دې د یوبل پرضد پاروونکي اقدامات نه ترسره کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیالې اغلې ونیسا ماتر یولي. . .

بېرته خبرونه ته