میدان وردګو کې ۱۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-

په میدان وردګو ولایت کې د زمري پر اومه له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه  ۱۰ راستنو شویو کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه مرسته د کورنیو هر غړي ته د ۲ زره افغانیو په ارزښت وه، چې د اسلامي امارت له لوري او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت له خوا تر اړمن پېژندلو وروسته ورکړل شوه.