له پنځه زره زیات افغان مهاجرین له ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شول.
پرون شنبه د زمري د میاشتی په ٧ مه پنځه زره او ۳۰۳ تنه افغان مهاجرین د نیمروز ولایت له ابریشم،د کندهار ولایت سپين بولدک ، د هرات ولایت اسلام قلعه او د ننګرهار ولایت تورخم له پولو څخه په جبري او داوطلبانه ډول هیواد ته راستانه شول.
د یادو ولایتونو د سرحدي آمریتونو د معلوماتو له مخې، ۳۴ کورنۍ چې ۱۷۵ تنه کیږي د تورخم فرضي کرښې له لاری ، ۲۵ کورنۍ چې ۱۳۴ تنه کیږي د سپین بولدک فرضي کرښي له لاري، ۳۲۵۳ تنه اسلام قلعه له پولې او ۱۷۴۱ تنه چې په ایران کې اوسیدل له پل ابریشم پولې له لارې هیواد ته راستانه شول.
راستانه شوي کسان د ثبت وروسته د مرستو لاسته راوړلو په موخه د نړیوال مهاجرت سازمان، د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او نړیوال خوراکي سازمان دفترونو ته ور وپيژندل شول.