بلخ کې د داخلي بې ځایه شویو د بیامېشتېدنې ناسته وشوه

sadam_morr
-


بلخ کې د زمري پر درېیمه د مرستیال والي په مشرۍ او د خصوصي سکتورونو او همکارو بنسټونو د استازو په شتون کې د داخلي بې ځایه شویو د بیامېشتېدنې ناسته وشوه.
د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابوادریس او د بلخ د مهاجرینو چارو رییس اسدالله وفا د همکارو بنسټو ستاینه څرګنده کړه، چې په سختو حالاتو کې د مهاجرینو لاسنیوی کوي.
هغوی د لا نورو اسانتیاو پر رامنځته کولو، بشري لومړنیو مرستو، کارموندنې، او د همکارو بنسټونو له لوري اړوندو او بنسټي چارو کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د همکارو بنسټونو استازو هم په نوبت سره خبرې وکړې او خپل راتلونکی پلان یې شریک کړ.