تر درې زرو زیات مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
درې زره او۴۷۹ تنه افغان مهاجرین د زمري پر څلورمه او پنځمه د هرات ولایت د اسلام کلا، د نیمروز ولایت د ورېښمو، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم فرضي کرښې له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په پاکستان کې مېشتې ۴۱کورنۍ چې ۲۰۸ تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې له لارې او ۴۲ کورنۍ چې ۱۹۶ تنه کېږي د سپین بولدک له فرضي کرښې او په ایران کې مېشت دوه زره او ۳۸۵ تنه د هرات د اسلام کلا او ۶۹۰ تنه د نیمروز د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.