بلخ کې له سلګونو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
په بلخ ولایت کې د چنګاښ پر یودیرشمه له ۳۵۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې او اړمنې کورنۍ وې، چې مخکې د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې او د نصرت الانسان خیریه بنسټ له لوري له ۲۵۰ کورنیو سره د څلور ډوله خوراکي توکو او له ۱۰۰ نورو کورنیو هرې یوې سره د ۳ زره افغانیو مرسته وشوه، چې د د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په څارنه ووېشل شوه.