غزني کې لسګونو بې ځایه شویو او راستنو شویو ته د پوهاوي پروګرام جوړ شو

sadam_morr
-

 د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له لوري د بشري مرستو د همغږۍ موسسې په همکارۍ د چنګاښ پر څلیروشتمه ۷۰ بې ځایه شویو او راستنو شویو ته د مدني اسنادو ګټو په اړه د پوهاوي پروګرام جوړ شو.
 دغه پروګرام د غزني ولايت په مرکز کې د ابو ريحان البيروني د مهاجرينو په استوګنځي کې جوړ شو او ګډونوالو ته د حقوقي مسايلو او د تذکرې او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.