سلګونه مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
۶۹۶ا تنه فغان مهاجرین د چنګاښ پر ۲۵مه پخپله خوښه او په جبري توګه د نیمروز ولایت د ورېښمو او د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم فرضي کرښې له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د دغو ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې له پاکستان هېواد څخه ۲۰کورنۍ چې ۱۲۹تنه کېږي د تورخم فرضي کرښې، ۲۹ کورنۍ چې ۱۱۰ تنه کېږي د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې او په ایران کې مېشت ۴۳۲ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول او له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم هلته په پولو کې مرسته هم وشوه.