پکتیکا کې له نږدې ۳۰۰ کورنیو سره د سرپنا جوړولو لپاره نغدي مرسته وشوه.
په پکتیکا ولایت کې د چنګاښ پر درویشتمه، ۲۹۵ کورنیو ته نغدي مرسته ووېشل شوه.
د سرپناه د جوړولو لپاره دغه شوې مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ له لوري د ۲ سوه يو زر او ۸۰ افغانيو په ارزښت وه، چې هرې کورنۍ ته د دغه ولايت د کډوالو چارو رياست له لوري په ګیان ولسوالۍ کې تر اړمن پېژندلو وروسته ورکړل شوه.