د بلخ د مهاجرينو رییس د مهاجرينو له استازو سره ولیدل

د بلخ ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي اسدالله وفا د چنګاښ پر شلمه د دغه ولایت د ښار او ولسوالیو په شاوخوا کې د مهاجرینو په مېشتغالو کې د راستنو شویو او بې ځایه شیو له یو شمیر استازو سره ولیدل.
د مهاجرينو چارو رییس وويل: دا اداره تل هڅه کوي چې د موسسو له لارې اړمنو کسانو ته مرستې راټولې کړي او له مهالوېش سره سم يې په مېشتغالو کې ووېشي او په دې برخه کې ستاسو همکاري اړينه ده.
هر یوه استازي په نوبت سره خبرې وکړې او ښاغلي وفا ته یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز هغوی د دغه ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د کارونو ستاينه هم وکړه.