سرپل کې له اوو کورنیو سره مرسته وشوه
په سرپل ولایت کې اوو کورنیو ته د چنګاښ پر شلمه نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د سرپل ولایت د مهاجرینو چارو ادارې له خوا اړمنې پېژندل شوې وې او د اسلامي امارت له لوري د ولایتي کمېټې او د دغه ولایت د مهاجرینو چارو تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته دوه دوه زره افغانۍ ووېشل شوې.