پاکستان کې لس تنه افغان بندیان له بنده خوشې شول
د پاکستان په زندانونو کې ۱۰ تنه افغان بندیان د چنګاښ پر یویشتمه له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله دوه کاله او شپږ میاشتې په بند کې وو، چې د انټرپول پولیسو له خوا تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول.