تر دوو زرو زیات مهاجرین له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

anwari_morr

دوه زره او ۱۸۰ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر اتلسمه پخپله خوښه او په جبري توګه د نیمروز ولایت د ورېښمو او د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې څخه خپل هیواد ته راستانه شول.

د  دغو ولایتونو له سرحدي آمریتونو  څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۸۹کورنۍ چې ۴۸۰تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې څخه، ۲۹ کورنۍ چې ۱۱۰ تنه کېږي له سپین بولدک فرضي کرښې څخه او په ایران کې مېشت یو زر او ۵۶۰ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.

راستانه شوي له نوم لیکنې وروسته د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت  او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شول او له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم هلته په پولو کې مرسته هم وشوه.