څه باندې زر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

anwari_morr

یو زر او ۹۲۹ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر شپاړسمې د نمیروز ولایت د وریښمو، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې څخه پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۵۴کورنۍ چې ۳۰۳ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې، ۹۱کورنۍ چې ۴۵۰ تنه کېږي د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه او په ایران کې مېشت یو زر او ۱۷۶تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.