نږدې ۱۲ زره مهاجرین په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه شول
۱۱ زره او ۹۹۷ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ له دولسمې تر پنځلسمې د نمیروز ولایت د وریښمو، د هرات ولایت اسلام کلا، د کندهار ولایت د سپین بولدک او د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې ۱۴۹کورنۍ چې ۷۸۱ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې څخه، له پاکستان هېواد څخه ۱۱۳کورنۍ چې ۵۷۱ تنه کېږي د سپین بولدک له فرضي کرښې او په ایران کې مېشت ۷ زره او ۱۲۵ تنه د اسلام کلا او ۳ زره او ۵۲۰ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.