په تېره یوه اونۍ کې نږدې له ۷۰۰ کورنيو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-

 د تېرې یوې اونۍ، د چنګاښ۹ مې نېټې څخه د چنګاښ تر ۱۴مې نېټې په بهیر کې د مهاجرینو چارو وزارت د دویمو واحدونو له لوري په کندهار، ننګرهار، غور، سرپل، تخار، بادغیس، جوزجان، بلخ، غزني، نیمروز، کندز، او بدخشان  ولایتونو کې له یو زر او ۶۹۸ کورنیو سره مرسته وشوه.
 په دغو کورنیو کې بېځایه شوې، راستنې شوې او همدا راز یو شمېر اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې د دغو ولایتونو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ادارو له خوا د یو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو په همکارۍ د خوراکي او روغتیایي توکو او نغدي پیسو مرسته ورسره وشوه.