تر دوو زرو زیات مهاجرین په جبري توګه له پاکستان او ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

دوه زره او ۴۵۰ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر لسمه او یولسمه د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم او د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د پورته ولایتونو له دغو سرحدي آمریتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې  ۱۰۸ کورنۍ چې ۶۴۳ تنه کېږي له تورخم فرضي کرښې څخه، ۹۶ کورنۍ چې ۴۸۴ تنه کېږي د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه او په ایران کې مېشت یو زر او ۳۲۳ تنه د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې راستانه شول.
راستانه شوي له سرحدي ادارو سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او دغه راز له هرې کورنۍ سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.