جوزجان کې له ٢٦ کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-


 په جوزجان ولایت کې د چنګاښ پر لسمه، ۲۶ کورنیو ته نغدي پیسې او روغتیايي کڅوړې وویشل شوې.
 په دغو کورنيو کې هغه ځانګړي اړمن کسان شامل وو، چې مخکې مستحق پېژندل شوي وو او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري ۱۱ کورنیو هرې یوې ته د ۲۱ زره او ۵۰۰ افغانیو او ۱۵ نورو کورنیو ته ۱۷ زره او ۷۵۰ افغانۍ له یوې روغتیایي کڅوړې سره مل مرسته ورسره وشوه.