نږدې زر تنه مهاجرین له ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت ۹۹۲ تنه افغان مهاجرین د نیمروز د ابریشم له لارې پخپله خوښه اوپه جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.

 د نیمروز د ابریشم د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۵۱۸ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.

دغه راز ۳ بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه MPO موسسې ته ور وپېژندل شول، ۹۶ تنو ته سیمکارتونه ووېشل شول او ۸۷ تنه نور له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.