تر ۹۰۰ زیات مهاجرین له ایران څخه راستانه شول

sadam_morr

په ايران کې مېشت ۹۶۴ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر اتمه د نیمروز ولایت د ابریشم له لارې پخپله خوښه او په جبري توګه خپل هېواد ته راستانه شول.
 د نیمروز ولایت د ابریشم بندر د سرحدي آمر د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې، چې ۳۹۶ تنه یې اړمن وپېژندل شول او د مرستو په موخه د مهاجرت نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
 ۲۴ تنو ته یو یو سیمکارت ووېشل شو او ۶۰ تنه له روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شول.