څه باندې زر مهاجرین په جبري توګه له پاکستان څخه راستانه شول
یو زر او ۱۵۵ تنه افغان مهاجرین د چنګاښ پر پنځمه او شپږمه د سپین بولدک او تورخم له فرضي کرښو څخه خپل هېواد ته راستانه شول.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي آمریت د معلوماتو له مخې ۱۶ کورنۍ، چې ۶۴۲ تنه کیږي په جبري توګه له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
او د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې ۹۷کورنۍ، چې ۵۱۳ تنه کیږي په جبري توګه د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې له پاکستان څخه راستنې او هلته د مهاجرینو له ریاست سره تر نوملیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوې.
دغه راز له ټولو کورنیو سره د اسلامي امارت له کړنلارې سره سم مرسته هم وشوه.